ایکنانیوز راپور راکړی،د ؛معاویه ؛نومې سریالی فیلم چې د ابو سفیان د زوي معاویه ، د ژوند کیسه ده، ځیني داسې واقعیّتونه روایتوي چې د دریم خلیفه عثمان بن عفان له قتل وروسته او د هغو سیاسی نښتو له لارې د حضرت امام علی ابن ابی طالب په وسیله د خلافت په ترلاسه کولو پسې چې د اموي حکومت په تاسیس سره پاي ته ورسید، رامینځة کیږی. دغه اثر په بشپړ ډول په کلاسیک عربۍ سره وړاندې شوی دی چې او د آیاد نصار، لجین اسماعیل ، سامر او ایمن زیدا ن او سهیر بن عماره،د مصر فیلم نامې د لیکونکي، خالد صلاح او د طارق العریان د ډایریکټرئ پشمول د عربانو څو ایکټران پکې شامل دي.دغه سریالی فیلم له هغې ډيرې توجه او زیاتې بودجې سره سره چې ورته شوې ،د مذهبی اورګانونو په تیره بیا د الازهر اسلامی مرکز له سخت اعتراض سره مخامخ شوی دی. چې اصحابو شخصیّتونو له نمایش سره ئې مطلق مخالفت اعلان کړی او دا ئې له مذهبی نظره حرام بللی دی.
د عراق براثا خبری آژانس په یوه یاددښت کې د معاویه سریالی فیلم درز رامینځة کونکې موضوع باندې ارزونه کړې او لیکلی ئې دی،د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې او درز موضوع پخپله له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادي کیدا د پروژې یه وبرخه ګرځي او د معاویه بن ابی سفیان په باب د یوه سریالی فیلم د تولید لپاره د سعودی عربستان د حاکمانو او آل سعود رژيم اقدام د مسلمانانو وحدت ته د ګوزار د ورکولو لپاره دی ، په تیره بیا دا چې ددغه سریالی فیلم د خپریدا وخت، د ر مضان المبارک په مقدسې میاشتې کې دی او مطمئنا دغه وخت، په دغې مبارکې میاشتې او له فضیلته په ډکې میاشتې کې د مسلمانانو ترمینځ د درز او تفرقې د رامینځةکولو په خاطر ټاکل شوی دی.ځکه چې په دغې میاشتې کې ددرستې نړۍ مسلمانان له یوه بل سره متحد دي او نښې او مذهبی اختلافات تر ډیره حده کمیږی.
ال سعود ،له رسول الله بزرګوار(ص) او د هغه له اهل بیت علیهم السلام او سوچه محمدي اسلام سره خپله دښمني نه پټوي او په سل میلیون ډالری لګښت سره د معاویه سریالی فیلم تولید،له اسلام او مسلمانانو سره د آل سعود له ژورې او ښکاره دښمنۍ او نفرت پرته بل څه شی نه دی.نو ځکه ئې د یوه داسې ظالم او مستبد کس په باب د یوه سریالی فیلم تولیدول ټاکلي دي چې په څرګنده ئې له امیرالمومنین حضرت علی ابن ابی طالب(ع) سره خپله دښمني اعلان کړې اود هغه له زوی یعنی حضرت امام حسن علیه السلام ئې شهید کړی دی.ددغه سریالی فیلم تولید د صهیونیستي رژيم په بشپړ ملاتړ سره یوه خبیثه شیطاني نقشه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4269966